اسلام آباد 22 اکتوبر(اے پی ??ی)وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښې د پوليو په زياتو شوو كيسونو د اندیښنې څرګندونه كولو سره د پوليو مخ نيوي په اړه په بېړني بنيادونو جامع حكمت عملۍ مرتب كولو او تفصيلي رپورټ غوښتے دے ٬ وفاقي كابينې د كورنيو تشدد مخ نيوي بل لیجسلیټو کیسز لپاره د كابينې كمېټۍ ته د لېږلو منظوري وركړې ده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي كابينې غړو ته وزيراعظم د 26م آئيني بدلون په اړه د سياسي ګوندونو او د دوي د لارښودو مننه كولو سره ووئېل عدالتي اصلاحات او عدل نظام ښه والي په اړه دا بدلون ضرورې ؤ ٬دا بل د 2006 ميثاق جمهوريت تكميل دے۔وزيراعظم د شنګهائي مرستې تنظيم كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډې په كاميابۍ كولو مننه كولو سره د اړوندو ادارو كاركردګي وستائېله۔ده په هېواد كښې د پوليو په زياتو شوو كيسونو د تشويش څرګندونه هم وكړه او په دې اړه يې رپورټ وغوښتو ۔ده د پوليو مخ نيوي په اړه په هنګامي بنيادونو جامع حكمت عملۍ ترتيب كولو او د پوليو مخ نيوي په اړه غونډه هم راوبلله ۔د غونډې په مهال وفاقي كابينې د بشري حقونو وزارت په وړاندېز د كورنې تشدد مخ نيوي بل ډوميسټك وائلينس(پريوينشن اينډ پروټيكشن) بل 2024 لیجسلیټو کیسز لپاره د كابينې كمېټۍ ته د لېږلو منظوري وركړه ٬د بل اطلاق به په اسلام آباد كيپټل ټيريټري كېږي۔كابينه خبر كړی شوه چې دا بل د كورنې تشدد مخ نيوي لپاره انسټي ټيوشنل فريم ورك وركوي۔كابينې ته ووئېل شول د كورنې تشدد مخ نيوي په اړه قانون سازۍ سره به نه يوازې د كورنې تشدد مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي بلكې د كورني تشدد ښكار شوو ته به رېليف هم وركړے ??ي او د كورنې تشدد مرتكب كېدونكې ته سخته سزا وركولو له هم مرسته باوري شي۔وفاقي كابينې د تعليم او فني تربيت وزارت په سفارش د نېشنل ووكېشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كمېشن بورډ آف منيجمنټ كښې د لېفټيننټ جنرل(ر)معظم اعجاز٬انجينئر فهيم اقبال او د عاصم شهريار حسېن د پرائيوټ غړو په توګه د تعيناتۍ منظوري هم وركړه ۔كابينې د قانون او انصاف وزارت په وړاندېز كليمز فارمينټي نينس(ريكوري ايبراډ)آرډيننس 1959 له مخې د قانون او انصاف وفاقي وزارت ته درخواستونو وصولولو په اړه د ټرانسمټنګ اينډ ريسيونګ ايجنسۍ مقرر كولو هم منظوري وركړه ۔د غونډې په مهال كابينې ته ووئېل شول د پاكستان حكومت په كال 1959 كښې كنونشن آن دي ريكوري ايبراډ 1956 كښې شموليت اختيار كړے ?? او په دې اړه کلیمز فار مینټی نینس(ريكوري ايبراډ)آرډيننس 1959 جاري كړے ??وے و۔كابينې د قامي روغتيا وزارت په وړاندېز د نېشنل كونسل فارطب ایګزامننګ باډي چيئرپرسن او د غړو د تقررۍ هم منظوري وركړی شوه ۔ډاكټر شافيه ارشد د نېشنل كونسل فارطب ایګزامننګ باډۍ چيئرپرسن مقرر كړې شوه او د باډۍ غړو كښې ډاکټر رضوان آصف، محمد خورشید عالم ، اکرام اللہ ، معین الدین اور ډاكټر عطاء اللہ شامل دي۔دغسې وفاقي كابينې د قومي روغتيا وزارت په سفارش د فارميسي كونسل آف پاكستان تنظيم نو هم منظوري وركړه ۔
Nguồn bài viết : Xổ số miền Nam thứ Nam